کونړ د تاريخ په اوږدو کښې

کونړ د تاريخ په اوږدو کښې
قتيل خوږياڼى
٢٦ / ٠٨ / ٢٠٠٩
Sapi’s Center for Pashto Research & Development

د کونړ ولايت دافغانستان له لرغونو ولايتونو څخه يو ولايت دى، چې ډېرې طبعيي شتمنۍ، څپاند سيندونه او پر ځنگلونو پوښل شوي هسک هسک غرونه لري . په دې سيمه کښې د ډېرو پخوانيو تاريخي ځايونو او سمڅو د کيندلو او له هغوى څخه په لټون کښې د تر لاسه شويو استناد و له مخۍ ويلى شو، چې له ميلاده څوزره کاله وړاندې انسانانو په کښې ژوند کړى، چې له دغوسمڅو څخه يوه هم د پېچ درې د شمونډ د کلي تر څنگ د يوې اوږدې سمڅې شتون دى ، چې ترې په ٣٠٠ جريبه غرنۍ لمنه کښې د کولوساپينگ د زاړه ښار نخښې تر سترگو شوي ، چې مقدوني سکندر د خپل يرغل پر مهال ( ٣٢٧کاله وړاندې له ميلاده) سوځولى. عشمان صديقي د ((جرگه )) مجلې په پاڼو کښې دغه ښار کولر ساپتنگ نومولى ، چې د ساپيانو دڅلورگونوقبيلو اولاده په کښې اوسېدلې ده.

د کولوساپينگ د نامه د يادولو په برخه کښې يو ه پخه خبره دا هم ده ، چې پوهاند عبدالحى حبيبي څرگنده کړې :

دډېرو سيمو او نومونوپه پاى کښې ((انک)) خورا ډېر راغلى، خو وروسته ((انک)) په (( ان)) واوښت ، چې تر اوسه د سيمو او ځايونو په نومونو کښې کاريږي. لکه چغان – چغه سراى ،نرنگ ?نرانگ، بغولنگ ?بغلان او…نو ددغو څېړنيزو څرگندونو له مخې د(( کولو ساپي))د لرغوني ښارپه نامه کښې ((انگ)) هم وينو، چې د ((کولوساپي انگ يا کولوساپينگ)) پر پاخه شتون ټينگار ترې څرگنديږي.

له ميلاده ٣٢٧ کاله وړاندې مقدوني سکندر له يرغل وړاندې دکونړ سيمه لهوليس يا کواليس نومولې ده. حتا په ٦٣٠- ٦٣١- ٦٣٢ کلونو کې د چين سيلاني حيوان تسونگ په يونليک کښې دا سيمه لهوسپس نومول شوې ده.

د استاذ احمد علي کهزاد په ليکنو کښې دکونړ سيمه او سين ((کهوس)) ليکل شوى ، چې د يوشمېر نورو منابعو له نومونو [ کى کهولوس ، سنا ، راسا، ساپي يا کى کهوليس، سنا، راسا ، سپپس] سره ترې دکونړ ريښه هم اټکل کېداى شي.

د بېلگې په توگه د ((هه)) تورى د (( اويستايي )) ژبې غږيز تورى دى . په سانسکريت ژبه کې نه يوازې (( هه)) بلکې ((ح ، ځ ، ښ)) هم ((ک)) لوستل کيږي، چې ښايي ((کهولوس)) کولوس شوى وي او د ځينو تورو په اوښتو او را اوښتوترې کونړ جوړ شوى وي .

په کونړ کښې که څه هم مختلف توکمونه لکه مومند، ماموند، سالارزي، ساپي، مشواڼي، کوهستاني، گوجر، گوربز، مسعود، ودېر، شينواري، اور، کاکازي، بايزي، اسپيا او نورستاني اوسيږي، او له بلخ-بخدى څخه دغو سردرو ته د نفوسو د زياتوالي له لامله راليږيدلي او ميشته شوي دي. دغو وروڼو قومونو تل د تاريخ په اوږدو کښې د ورورولۍ گډ ژوند کړى او د هېواد او اسلام د دښمنانو پر ضد په گډ سنگر کښې جنگېدلي دي.

په کونړ کښې د هر قوم مورچه معلومه ده؛ ځکه ، چې کونړيان د لوىافغانستان د اوسيدونکيوپه توگه په پښتني دودونو مين دي، پښتو او پښتونولۍ يې په وينو او رگونو کښې هم ځاى نيولى دى.

لکه څنگه ، چې ترې يادونه شوې ؛ د کونړ تاريخي خاوره د تاريخ په اوږدو کښې له ډېرو پېښو سره مخ شوې او د نړۍ ډېرو زورگيرو په دغو درو کښې خپل زور ازمويلى دى.

محمد نادر سرشار ليکلي :

لوى سکندر د دې خاورې په شپږ شپېتو درو کښې يوه مياشت ايسار پاتې شوى او د دې سيمې د خلکو له ميړني مقاومت او ټينگارسره نه يوازې مخ شوى ، بلکې پر ښۍ اوږه يې کاري گوزارهم خوړلى او ماته ور په برخه شوې ده.

دغه رازد کونړ باتورو مجاهدينوپه اتلسمه ، نولسمه ، شلمه او دادى د يويشتمې پېړې په لومړۍ لسيزه کښې د تل په څېر يې د کوزې پښتونخوا د وروڼو تر څنگ پر ښکېلاکگرو يرغلونه کړي ، چې په مقابل کښې يې انگريزي ښکېلاکگر هم په کرار نه ناست ول او نه ناست دي . تل يې د کونړ د قومي مشرانو د ځپلو او له منځه وړلو په منظور د خپلو جاسوسي شبکو په وسيله رنگ رنگ دسيسې او توطيې په کار اچولي او عملي کړي دي .

پوهاند رازقي نړيوال ليکي:

کونړ د پخوانيو مورخانو په آثاروکښې کنړ، کنير، کهوس، کونړ، کولو، کونر او نورو نومونو راغلي اونه يوازې

کونړ(کونر) د کوڼر په بڼه په نورستاني لهجه کښې ښوون دره يا زيتون دره نومول شوې ، بلکې د غرونو د سلسلې معنا ورکوي او کولړ هم بلل شوى دى.

تاريخي اسناد داسې ښيي، چې له ډېرې پخوا زمانې څخه د کونړ دره له غرونو څخه نيولې ان د کونړ د سيند تر غاړو پورې گڼو ځنگلونو پوښلې، چې زياتره بوټي يې ښوونان او غوړاڅکي ول. د دې ونو د موجوديت د ثبوت په باره کښې به دا کافي وي، چې وويل شي: کله، چې سلطان محمود غزنوي( ٩٨٨-١٠٣٠ ع کال) د لومړي ځل لپاره د اسلامي فتوحاتو په لړ کښې د کونړ د دې درې په خوله کښې د کابل له سين څخه راپورېوت؛ د نور او قيرات پر درو يې حملې وکولې؛ نو يې د نجارانو، آهنگرانو، سنگتراشانو او نورو کسبگرو ډلې هم له خپل لښکر سره ملې کړې ، چې د ځنگل ونې، بوټي ووهي؛ تيږې يې وتوږي، ماتې يې کړي او دغه صعب العبوره درې د خپل لښکر د تېرېدلو لپاره جوړې کړي[ د سلطنت غزنويان د کتاب ليکوال ليکي: کله، چې د قيرات مشر د سلطان دسپاهيانوزيات لښکر وليد؛ نوله جنگ پرته تسليم شو. سلطان له دوى سره د محبت له لارې را وړاندې شو او د هغه ځاى حکمراني يې د هغه ځاى مشر ته ورکړه. د نوموړي په عقيده د بابر تر وخته پورې قيرات د (قيراتو) په نوم يادېده، چې له هغه ځايه دبادپښ له غاښي لغمان ته لار تلې ده .

گرديزي د ((زين الاخبار)) په يوه برخه کې ليکي: د قيرات پاچا مسلمان شو، د هغه په بيعت سره يې استاذان ومنل او په اسلامي زده کړو اوشريعت يې پيل وکړ.

(کله ، چې سړى د قيراتو ځانگړتياوې لکه د شيدو پالنه، ډېرې ميوې، ښه هواوگوري؛ نو هغه کټ مټ د کوز کونړ د ښيوې د ((درۀ نور)) په شان دى او په غالب گمان ددغې درې نوم قيرات واو د سلطان محمود د وخت ادبياتو په درۀ نور بدل کړى )]

د يو بل مستند دليل له مخې، چې د دغو دوه ونو عموميت رښتينى کوي، هغه دا دي، چې د کونړ د ناوې د هوارو برخو پخواني کورونه که وکتل شي، د هغوى د کوټو په چتونو کې د ډاگو (دستکونو) له پاسه د دړو پر ځاى د ښوونانو ا و غوړاڅکو لښتې اچول شوي دي، چې پورتني دواړه تاريخي او عيني شواهد په دې دلالت کوي، چې په رښتيا هم په پخوانيو زمانو کښې د کونړ دره او په تېره بيا د سيند د شمال شاوخوا پر ځنگلونو پټه وه او زياتره ونې يې همدغه ښوونان او غوړاڅکې وې . زما د يادو خبره ده، چې د نرنگ د غرونو لمنې ان تر سمې پورې پر ښوونانو، څېړيو او نورو ونو پوښل شوې وې؛ نو کيداى شي، چې نورستانيانو هغه د کونړ ( ښوونانو د ونو ځاى او سيمه) په نامه ياد کړى وي.

په دې نوم کښې هم د نورو نورستاني کلمو او نومونو په شان، چې په نورو ژبو کښې يې (ل) په(ڼ) يا (ن)،(ړ) په (ر) اوښتي ، په کونړ شهرت پيدا کړى دى.

دغه مثالونه په پښتو کښې ډېر دي. لکه (نمر) (لمر)، (نمونځ) (لمونځ)، لمانځنه، نمانځنه.)

په هره توگه د پوهاند عبدالحى حبيبي دڅېړنوله مخې په ناسمه توگه ليدل کيږي، چې د کونړ جمع کونړونه(کنړونه) ليکل کيږي. په دې بڼه د کونړ ليکل که مفرد (کنړ) وي او که جمع (کنړونه) وي ؛ دواړه بڼې يې سمې نه دي. دا، چې ولې داسې ليکل کيږي زما په اند د کونړ په رسمي دفترونو کښې ټول مراسلات او مکتوبونه هغه مهال په پارسي وه. يعنې د کونړ دفتري ژبه پارسي شوې وه؛ نو اړينه ده ، چې د کونړ د کلمې پر ځاى دژبني سهولت له مخې کونړ په کنر او کونر وليکل شي . بيا دغه کنر ، کنرها شوى او وروسته ترې د جمعې حالت په پښتو کنړونه جوړ شوى دى. پرته له دې بله کومه تاريخي ريښه نه لري او نه يې لرلاى شي؛ ځکه، چې (کو) د اوبو د څاه او رود معنا هم لري . لکه، چې همدا اوس زمونږ په ورځنۍ محاوره کښې کوهي زيات استعماليږي؛ نو، چې داسې ده د کونړ معنا د اوبو او رود دره هم ده.

که تاريخي اسنادو ته مراجعه وشي؛ په ټوليزه توگه کونړ دومره شهرت نه لري لکه څومره يې ، چې د کونړ سين لري . د کونړ سين په لرغونو آريايي سرودونوکښې د ((راسا Rasa )) په نامه ستايل شوى او راسا د ((سنا)) په نوم هم په ويدي سرودونوکښې نومول شوى دى. د چينايانو په يونليکونو کې هم د کونړ سين د(( راسا)) په نوم منل شوى دى .

د کونړ سين د ختيځ هندوکش د جنوبي لوري د څلور زره متره لوړوالي څخه سرچينه اخستې، چې د بروغل غاښي ته نژدې پروت دى او يا په بله وينا د کونړ سين د پامير له لوړو برخو ، چې له (پشت خا ر) څخه ډېر وړاندې نه دى، پيل کيږي.

په پشت خار کښې د آمو (اکسوس) د سين سرچينه هم ده. د کونړ سين د کونړ ولايت په منځ کې يخ او مست بهيږي.

لکه، چې وويل شول ؛ مرستيالان يې د کابل سين ، د کونړ د کامدېش لنډى سين، د پېچ درې سين او موسمي خوړونه لکه: د ساو ناړې، نيشه گام، شيگل، اندراج، باډيل ،ډيوه گل،شونکړۍ، مزار، نور درې ، بارگام، دولام،آسماراو د شال موسمي خوړونه دي.

دکونړ يو شاعر ((راسا)) په خپل کلام کښې داسې راوړى دى.

وخت که مې د دنگو غرونو زور له ياده وباسي

څنگ به د “راســــا” د څپو شور له ياده وباسي

Source: http://www.scprd.com/navi_leekane_show.php?id=795

© www.kakazai.com