پښتانه څوک دی؟

پښتانه څوک دی؟
ددي ويبپاڼي د مضامينو بيا نشرول چه مأخذ يی ټول افغانستان ياد شي مجاز دئ

پښتانه يو لوی قوم دی چه په جنوبي او مرکزي اسیا کي ژوند کوي . جمله شمير یي پنځه څلوېښت میلیونه ته رسیږي چي له هغې جملې نه یې ۱۶ میلیونه په افغانستان کي ژوند کوي . دافغانستان د نفوسو په پرتله یي شمېر له ۵۰ نه تر ۶۰ سلنه پوري رسیږي . (دقیقه احصائیه مالومه نه ده .)

:د پښتنو د استوګني سیمي 

د پښتنو زيات شمیر تقريباً ۲۶ ميليونه د پاکستان په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کي ژوند کوي . د پښتنو کلتوري او ژبني شريکي سیمي »پښتونخوا« په۱۸۹۳کی د انګريز دمستعمرې د سياست له مخي ویشل شوي چه دغه د وېش ليکی ته د »ډورند کرښه« وايي . يو لږ شمير پښتانه په استرالیا ، افريقا او جنوبی امريکا کي ژوند کوي . په تيرو درې لسیزو کي د افغانستان د کورنۍ جګړو له امله زیات افغانان اروپا ، امريکا او استرالیا ته مهاجر شول . اوس په انګلستان کی۸۸۰۰۰کورنۍ ، په المان کي۱۰۰۰۰۰کورنۍ اوپه فرانسه کي۵۰۰۰۰کورنۍ ژوند کوي .

:د پښتون نوم 

د افغان نوم نن ورځ د پښتون لپاره ډير کم کارول کیږي . دا ځکه چه د افغانستان ټولواتباعو ته افغان ويل کيږي . له همدې کبله د افغان کليمه د پښتون پر قوم دلالت نه کوي ، او هم پښتانه پخپله د قوم په اړه د افغان نوم نه خوښوي او غواړي چي پښتون وبلل شي . په هندوستان او د پاکستان د پنجاب په برخو کي پښتون ته پټان وایي ،چي دا نوم هم پښتانه نه خوښوي . د پښتون نوم د پکتيان له لغات نه سرچینه اخلي چي په نني پکتیا او پکتيکا پوري تړاو ور کول کيږي . د پښتون نوم د لمړي ځل لپاره په اراکوزیا کي چه نن ورځ کندهار نوميږي منځ ته راغلی دی .

 :د پښتنو سر چينه

د پښتنو سرچينه مالومه نده . داسي یو کتبي یا لیکل شوې سر چينه شتون نلري چي دهغه له مخي د پښتون سر چینه ثبوت شي . د پښتنو په اړه زیاتي پلټني شوي دي . داسي اټکل کيږي چي پښتانه له يفتليانو نه سر چینه اخلي . يفتلیانو په خپله زمانه کي د ايران ختيځ خواوي اود هندوستان لمړۍ نيمايي د افغانستان په ګډون تر ولکې لاندي راوستلي وه . د یوه روسي پلټونکي »ګانکوسکي« د پلټنو له مخي دابدالي قوم د »يفتالي« کليمې نه سرچینه اخلي .
کوم وخت چي یفتليانو ته د ساسانیانو مشر خسرو په بخارا اوهندوکش کي ماته ورکړه

له دغه نېټې نه د یفتلیانو او همدا شان دپښتنو تاريخ ورک شوی دی . نو ځکه د پښتنو نوم په یفتلیانو پوری تړاو ور کول کیږی .

بعضی پښتانه ادعا کوي چي دوی داسرا ئيلو په هغه لسمه خټه پوري تړاو نيسي کومه چي ورکه شوې ده . بارکزي ، اسماعيل خيل او يوسفزي خپل خټین نومونه په عبرياني ژبه کي (دیهودیانو ژبه) په بارک ، اسماعیل او يوسف پوري تړي . دپښتنو سرچينه د اسرائیلو په اړه په »مخزن افغاني« کي دقيق تشريح شوي دي .

:د پښتنو کلتور

د پښتنو زیاته برخه سني مذهبه دي او ټولنیز ژوند يي پر قومونو او پښتونولي ولاړ دی . پښتانه په عام ولس پوري ځان تړل نه غواړي او قومونو ته زيات اهميت ورکوي . هر پښتون د خپل قوم پر اړخ ولاړ دی او نور قومونه پردي بولي . له همدې کبله د نولسمي پيړۍ تر پایه دراني او غلجي يو له بله دښمنان وه . ددوی پخلاینه د شلمي پیړۍ په پیل کي منځ ته راغله .

:د پښتنو خویونه 

پښتانه لکه څنګه چي په نړۍ کي ځانګړي قوم دي ، په همدي ترتیب یې خویونه او رواجونه هم ځانګړي دي . دپښتنو خویونو،عاداتو او رواجونو ته پښتونولي ویل کیږي .

 :پښتونولي

پښتونولي د پښتنو د خویونو ،عاداتو او رواجونو نه یوه مجموعه ده چه پښتانه زيات اهميت ورکوي . پښتونولي نه يواځي په پښتنو کي بلکه په ټوله نړۍ کي د پښتنو د سپیڅلو رواجونه په نامه شهرت لري . په پښتونولي کي دا لاندي رواجونه شامل دي :

»» بدل ( دهر بد کار په بدل کی جرمانه ورکول )
»» ميلمستیا (ميلمه پالنه که څه هم ميلمه لوی دښمن وی )
»» کورنۍ ( د ژوند په هر پړاو کي د کورنۍ او ښځي ساتل)
»» ننواتی ( پښتون باید ددښمن ننواتي ومني اوهغه ته د ژوند په هر پړاو کي پنا ورکړي)
»» جرګه ( د پښتنو یوه ټولنه ده چي د یوې خاصي موخي لپاره راټولیږي )
»» غیرتمند ( هغه څوک دی چي زړه ور وي ،ښه خویونه ولري ، سخاوت او مېړانه ولري )
»» ننګ ( هغه افتخار ، غیرت او مېړاني ته ویل کیږي چي د کورنۍ سر په لوړ وي )
»» شرم ( څوک چي حیا ولري ،سپکو سپورو نه ځان ژغوري او ښه اخلاق ثابت کړي )
»» ناموس (هغه څه دي چي خپله میرمن له هرو ناخوالو نه وساتي او د هغې هیڅ سر ښندني نه دریغ ونه کړي ) په ساتنه کي

:د پښتنو ژبه

د پښتنو ژبي ته پښتو ویل کیږي . د ا ژبه دختيځ ايران د ژبونه يوه ژبه ده چي داوسني ايراني ژبي نه توپیر لري . دتاريخ په بهير کي په پښتوژبه کي زیات بدلونونه راغلي دي . څنګه چی پښتو یواځی د پښتنو ژبه ده او نور قومونه پدي ژبه خبري نه کوي نو ځکه دا ژبه په پښتنو پوري تړاو لري او دايران د ژبنی کلتور نه پرې کړې تلقي کيږي . که څه هم پښتو ژبه له تاريخي اړخ نه په ایراني ژبي پوري تړل کيږي ، خو زيات تړاو يي په هندوستاني او اردو ژبه کي ليدل کيږي . ددې ما نا داده چه پښتو ژبه زیات په هندوستاني ژبو پوري ارتباط نيسي

 :د پښتنو قومونه

پښتانه په عمومي ډول پر زیاتو ښاخونو ویشل کیږي چي هر ښاخ یې په زړه پوري کیسې لري چي دلته د ټولو کیسو لیکل ممکن نه دی ، خو »ټول افغانستان« وېبپاڼه زیار باسي ،ټوله قومونه یاد کړي او د هر قوم په اړه لنډ مالومات وړاندي کړي . که کوم محترم لوستونکئ د کوم ځانګړي قوم په اړه پوره مالومات وغواړي ، هیله کیږي چي د »ټول افغانستان« وېبپاڼی سره په برېښنا لیک کي اړیکي ونیسي او خپل د خوښي قوم یاد کړي . ددې وېبپاڼي پښتو څانګه به هرو مرو هغوی ته پوره مالومات ولیږي .

A list of some of the notable Pashtun tribes in Pashto

Source: http://www.tolafghanistan.com/پښتا-نه-څوک-دي/

© www.kakazai.com