دپښتنو روښآنه تاریخ

Laghman

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد
مارچ 26, 2020
Sapi’s Center for Pashto Research & Development (Pashto)

په افغانستان کې دپښتنو تاریخ څرګند دی او هم ېې په خپلو کړنو خپل تاریخ روښانه ساتلې دې دمثال به توګه دهند په مغولي امپراتورۍ کې په زرهاؤ پښتانه منصبداران ، واليان ، جاګيرداران وو چې هغه امپراتوري يې پريښو درولې وه . چې دافغان اشرف او مغل په کتاب کې دهغوى نومونه او فهرستونه چاپ شويدى .

نظام جوړول او سوله راوستل دپښتنو خوښ دى خو دکتابونو په حواله ددوى دې خبرې ته اهميت نه ورکوي چې دنظام په سرک ېبايد پښتون دريدلى وى مګر دا چې دوى دهمدغو نظامو له پلوه وټکول شول کوم چې ددوى دمټو په زوړر جوړ شوى وو په ١٤٤٤ م اسلام خان لودي دسلطان بهلول لويد تره يو ولايت جوړ کړ چې مرکز يې ست پور ؤ چې ټول لمايا بهاولپور په کې شامل ؤ دلودي ددې څانګې حکومت تر ١٧٠٠ پورې دوام وکړ . پنجاب ، خوشاب کې پښتانه په کرنې بوخت شول دپنجاب په ګرداس پور کې کافى ډير پښتانه ميشته وو کا کازو په تجارت لاس پورې کړ . همدغه راز دامر تسر په بيلو بيلو برخو کې پښتانه هستوګن شول .

ميانوالې ته پښتانه په يوولسمې پيړۍ کې راغلي وو که څه هم سلطان محمود وليږدول . مګر يوسل پنځوس کاله وروسته ، نيازى ، پښتانه بيرته دلته ځاى په ځاى شول . ايسا خيل هم راغلل په کال ١٥٤٠ م کې کله چې دسلطان محمود غوري سلطنت ؤ ډير پښتانه هندوستان ته راغلل ګوهانان جهجر کې ميشته شول او دغه پښتانه زياتره کاکازي او غورياني وو افغانان دسلطان سکندر لودي په وخت کې لوديانې ته راغلل دسلطان سکندر دوه جنرالانو محمد يوسف او نهنګ خان دپښتنو ملاتړ کاوه . شپاړسمې پيړې کې پښتانه بنګال او بيهار ته رسيدلي وو په ١٥٦٣ م کال کې ميرزا سليمان کړيانې دبنګال او بيهار خپلواکي اعلان کړه او دى دبنګال او بيهار مشر شو چې په دغه وخت کې زيات پښتانه دلته ميشته شول . دافغانانو ميشته کيدل په راجستان جهاز پور ، هندوون ، ايټنډا ، اجمير ، دنګان پور او نور هند کې ځاى په ځاى کيدل چې ١٤٨٢ ع کې لودي سلطنت جوړ شو

—-

Source: http://scprd.com/2020/03/26/دپښتنو-روښآنه-تاریخ/

دپښتنو روښآنه تاریخ